دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

پاکستان کرکټ بورډ بابراغظم ته یو بل بار هم ور په اوږه کړ

د پاکستان کرکټ بورډ نن رسماً پرېکړه وکړه چې بابر اغظم به د شل اوریزه لوبو وروسته د پنځوس اوریزو لوبو لوبډلمشري هم پر غاړه ولري، بابر څه موده مخکې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره د شل اوریزه لوبو کيپتان وټاکل شو او له هغه راوروسته اوس ورته بورډ د پنځوس اوریزه لوبو کيپتاني هم ورکړه، پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره به بابر اغظم د شل اوریزه او پنځوس اوریزه لوبو خو اظهر علي به بیا یوازي د ټیسټ لوبو کيپتاني پرخپله غاړه ولري.

د پاکستان کرکټ مشر روزونکي مصباالحق دواړه ته د لوبډلمشرۍ مبارکې ورکړې او تمه یې ښودلې چې دواړه به خپل مسولیتونه په سم ډول مخ ته یوسي، پاکستان بورډ هم په یاده پرېکړه خوښې ښودلی او دا یې د راتلونکې په اړه ښه لوبډلمشران یاد کړې دي.

یاده دې وي چې د پخواني کيپتان سرفراز احمد څخه څه موده وړاندې د درې واړو فارمټونو کيپتاني واخيستل شوه، اواوس د الف ګټګورۍ څخه سي ګټګورۍ ته ورګوزار کړی شو.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې