دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د وهاب ریاض او محمد عامر لپاره بدترینه زیري

پاکستان کرکټ بورډ نن د ټولو لوبغاړو سره نوې قراردادونه وکړل چې له ډلې یې د دوه مشهوره چټک توپ اچونکوسره خپل مرکزي قراردادونه لغوه اعلان کړل، محمد عامر او وهاب ریاض هغه لوبغاړي دې چې هیڅ ډول تړون ورسره لاسلیک نشو،دواړو لوبغاړو په تیر کال کې د ټيسټ کرکټ څخه تقاعد اعلان کړچې دغي پرېکړه یې پاکستان کرکټ بورډ ته سخته ضربه ورکړه.د دوی ترڅنګ حسن علي هم د بورډ سره مرکزي قرارداد له لاسه وکړ.

د پاکستان مشر روزونکي مصباح الحق روښانه کړه چې د تړون لیست کې د لوبغاړو انتخاب په بشپړ ډول د وړتیا پراساس کړې و او په تیرو 12 میاشتو کې ترسره شوي فعالیتونه په پام کې نیول شوې دي.پاکستان کرکټ بورډ په الف ګټګورۍ کې


اظهر علي،
بابراغظم،
او شاهین شاه افریدی شامل دي،
په (ب) ګټګورۍ کې
عابد علي
اسد شفیق
حارث سهیل
محمد عباس
محمد رضوان
سرفراز احمد
شاداب خان
شان مسعود
یاسر شاه
په ( سي) ګټګورۍ کې بیا فخر زمان، افتخار احمد، عماد وسیم، امام الحق، نسیم شاه، عثمان شینواری، او د ايمرجینګ له ګټګورۍ څخه، حیدر علي، حارث رووف، محمد حسنین، شامل دي. یاده دې وي چې د ډېری لوبغاړو سره مرکزي قراردادونه ندي لاسلیک شوي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې