نړیوال کریکټ

د انګلېنډ پخواني روزونکي پاول د کرونا ویروس له امله د انګلېنډ کریکټ په اړه انديښنه څرګنده کړه

هر ډول ورزشي لوبې د کرونا وبا ویروس له کبله تر نا معلومې نیټې پورې په ټپه ولاړې دي. په ورته حال کې د انګلینډ او ویلز کریکټ کلب هم تر جولای میاشتې پورې سیالۍ ځنډولې دي. پداسې حال کې چې د انګلینډ کریکټ ملي لوبډلې پخواني روزونکي پاول فاربرېس د انګلینډ کریکټ لوبډلې په اړه اندیښنه څرګنده کړه.

د نوموړي پر وینا چې د کرونا ویروس له امله به د انګلېنډ کریکټ ملي لوبډله له خورا ګڼو مالي زیانونو سره مخ شې. په هر حال د کریکټ نړیواله شورا یا اي سي سي هڅه کوي چې لوبغاړي ژر تر ژره د کریکټ لوبغالي یا میدان ته ښکته کړې.

آي سي سي ډاډ ورکوې چې نړیوال جام به په اکتوبر میاشت کې د اسټرالیا په کوربتوب ترسره شې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې