دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

بنګله دیش کرکټ بورډ تاید کړه چې عاشق الرحمن په کرونا ویروس اخته شوې

د بنګله دیش کرکت بورډ خبر ورکړ چې پخوانی د پرمختیایي چارو روزونکی عاشق الرحمن، په کرونا اخته شوې دی،نوموړی په ۲۰۰۲ م کال کې د ۱۹ کلنو لوبډلې پیاوړی لوبغاړی و،عاشق الرحمن خپله هم ویلي چې په دغه ویروس مبتلا شوې او د ټيسټ کولو وروسته یې نتيجه مثبته ختلي وه.نوموړی وایي (( ما په لومړیو کې داسي فکر وکړ چې تنفسي نارغي لرم خو وروسته روغتون ته لاړم، او ټيسټ مې وکړ د ټيسټ کولو وروسته زما نتیجه مثبته وه، په سر کې د سینې د ژور درد څخه ډېره په تنګ وم))

نوموړي د بنګله دیش په فرسټ کلاس سیالیو کې ۱۸ لوبې کړي.او ۳۶ ویکټې یې پکې ترلاسه کړي دي،نوموړی هغه مشهوره شو کله چې د ښځينه لوبډلې د روزونکي په توګه راښکاره شو.یاده دې وي چې تراوسه د کرکټ له نړۍ مجید حق، ظفرسرفراز، سولو نیکویني، او عاشق الرحمن هغه لوبغاړي دي چې د کرونا ټيسټ یې مثبت راغلی.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې