نړیوال کریکټ

اسټرالیا او نیوزیلینډ د سیالیو ترسره کولو تکل کړی

میلبورن| کرونا ویروس له امله په ټوله نړۍ کې د کریکټ لوبې او نورې ورزشې سیالیوې ځنډیدلې دي. چې له امله یې فدراسینونه یا بورډونه له شخصي زیانونو سره مخ دي. خو په ورته حال کې اسټرالیا او د هغه ګاونډي هېواد نیوزیلینډ کریکټ بورډ یو لوی ګام پورته کړی دی چې دواړه کریکټ بورډونه غواړي د کرونا ویروس په مېنځ کې سیالیوې پر لار واچوې او په دې توګه به په دغه ستونزمن وخت کې خپل ځانونه پیاوړي کړي.

د راپورنو پر بنسټ چې د نیوزیلینډ حکومت په یاد هېواد کې د انفرادي سفر لپاره تکل کړی دی او غواړي چې ژر تر ژره سیریز پر لار واچوې. راپورنو پر وینا چې د نیوزیلینډ کریکټ بورډ اجرایوې مشر ډوېډ واېټ د اسټرالیا کریکټ بورډ اجرایوې رئیس کیوېن رابرټسن سره خبرې کړې دي او وړاندېز یې کړی دی چې د دواړو کریکټ بورډونه موافقه وکړي تر څو په دغه حالتو کې لوب لړۍ پیل کړې.

ډوېډ واېټ وویل: “ما پدې اړه له کیوېن رابرټس سره خبرې وکړې که چیرې زمونږ وړاندېز ومنل شې نو دا به ډېر ښه کار وشې او له لږ مخکې تګ به وکړو. زما په اند مونږ باید مثبت فکر وکړو او انطعاف پذیرۍ باید وښیو چې تر څو فُرصت ترلاسه کړو او ور څخه ګټه پورته کړو نوموړي زیاته کړله، مونږ په دې اړه وغږیدو چې سیالۍ ترسره کول امکان لري او که نه.”

تمه کېږي چې اسټرالیا په روان ژمي کې سیالیوې ترسره کړې خو په ورته حالتو کې د کرونا ویروس له کبله دا هر څه ممکن نښکارې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې