دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

کيون پيټرسن : د براډ او انډرسن د استعفا وروسته د فاسټ بالرانو په اړه انديښنه لرم

کيون پيټرسن چې په اصل جنوبي افریقایي دی خو کرکټ یې د انګلستان لپاره وکړ، نوموړي په خپله وروسته مرکه کې پر دې خبره انديښنه وښودله چې د انګلستان دوه چټک توپ اچونکې سټورټ براډ، او جیمي انډرسن، له ټیسټ لوبې تقاعد واخلې نو تشه به یې ډېره په سختۍ ډکه شي، پيټرسن زیاتوې (( انډرسن او براډ په ټيسټ کې ښه جوړه ده او د نړۍ بهترینه لوبغاړي ننګولی شي که چيرته دوی په یو ځل له کرکټ سره استعفا وکړي نو حلا به یې په اسانۍ سره ډکه نشي، مارک ووډ هم شته خو ډېر کله ټپې وي،زه د انګلستان د راتلونکي په اړه ډېره زیاته اندیښنه لرم، ځکه که دا دوه بالران تقاعد واخلې نو انګلستان بیا داشي نور افشنونه له ځانه سره نلري))

یاده دې وي چې انګلستان کرکټ ملي لوبډلې سره مارک ووډ، جوپرا ارچر، او وکس، ښه بالران دې خو دوی ترډېره ټپې او یا په کومه بله وجه په لوبډله کې نه لیدل کيږي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې