نړیوال کریکټ

پاکستان کرکټ بورډ به د مي په ۱۵ نيټه د راتلونکي سفر چې انګلستان ته یې کوي تصمیم ونیسي

د پاکستان او انګلستان ترمنځ ټاکل شوې د مې په ۱۵ نيټه یو ویډویې کنفرانس وشي، په دغه کنفرانس کې په د راتلونکې سفر په اړه خبرې وشي چې ایا امکان د دې شته چې پاکستان کرکټ ملي لوبډله انګلستان ته سفر وکړي. د پاکستان کرکټ بورډ اجرایوي رییس وسیم خان وویل (( مونږ به د انګلستان د مشرانو سره په دغه ویډویې کنفرانس کې ټول هغه څه وڅيړو کوم چې زمونږ او د لوبغاړو لپاره اړین دې،مونږ په هغه صورت کې انګلستان ته سفر کوو کله چې مونږ پوره ډاډ ترلاسه کړ چې په داسي لوبغالو کې لوبې کیږي چې هیڅ ډول د کرونا خطر موجود نه وي او د لوبغاړو مکمله څارنه وشي))

پاکستان به یوازیني ټیم نه وي چې دغه خطر به په غاړه اخلې د دوی ترڅنګ به ویسټ انډيزکرکټ ملي لوبډله هم انګلستان ته سفر وکړي.یاده دې وي چې انګلستان کرکټ بورډ مخکې هم پاکستان او ویسټ انډیز ته د لوبو د ترسره کولو وړاندیز کړې و.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې