دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

محمد یوسف : له سعید انور وروسته شرجيل خان یو بهترینه اوپنر دی

محمد یوسف د پاکستان پخوانی کرکټر په دې اند دی چې شرجیل خان د سعید انور وروسته د هیواد غوره اوپنرانو کې دی،شرجيل په وروستي ځل په ۲۰۱۷ م کال د استرالیا سره په سیالۍ کې ولیدل شو، نوموړی د میچ فیکس په کې ډېر وخت له نړیوال او کورني کرکټ څخه لري پاتې شو، خو څه موده وړاندې یو ځل بیا د پاکستان په کورني پي ایس ایل لیګ کې ولیدل شو، اوس تازه په یو مرکه کې محمد یوسف ویلي

(( شرجيل د سترګو په لید سره هر بال تعقیبوي،د هغه توپ وهنه خورا خطرناکه ده،اوس د نوموړي د فیټنیس مسله ده او ډېرچانس شته چې بیا ملي لوبډلې ته راستون شي، په پاکستان بابر اغظم، حارث سهیل، او اظهرعلي ترډېره ښه لوبغاړي دې خو زما په اند شرجيل له دې ټولو خطرناک دی او د به د سعید انور وروسته دوهم پاکستانی لوبغاړی وي چې دپاکستان لپاره به نه هیریدونکې اننګزونه وکړي)) نوموړي د بابر او ویراټ په اړه هم خپل نظر ورکړ هغه وایي بابر لاهم اوږد کرکټ ته ضرورت لري او ویراټ د نوموړي څخه ۸ یا ۹ کاله مخکې کرکټ پیل کړې و.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې