نړیوال کریکټ

د سریلانکا لوبډلمشر خپل لوی پلان په ډاګه کړ

کولمبو: اوس مهال په نړۍ کې د کووېډ ـ ۱۹ ناروغۍ له امله د سپورټ فعالیتونه په ټپه درول شوې دي. خو په ورته وخت کې لوبغاړي کله نا کله په ټولنېزو رسنیو را څرګندېږي او ډول ډول مالومات او پلانونه له مینه والو سره شریکوې.

چې د دغو لوبغاړو له جملې څخه یو هم د سریلانکا کریکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر دیموت کروانتي دی. نوموړی وایي، چې سریلانکا کریکټ ملي لوبډله به په راتلوونکو څو کلونو کې په یو ورځنۍ او ټېسټ فارمیټ کې د غوره څلورو لوبډلو په لیست کې شامله شې. دغه سریلانکایي لوبډلمشر ویلي دي چې مکي آرتر یو ښه او افسانوې روزونکی دی او د آرتر ستاینه یې کړې ده.

مکي آرتر او له سریلانکایي لوبډلې یې وړاندې دنده

هېره دې نه وې چې له دې مخکې مکي آرتر د پاکستانۍ کریکټ ملي لوبډلې روزونکی وه، چې د آي سي سي ۲۰۱۹ نړیوال جام پایته رسېدو وروسته د ارتر ضعیف فعالیت د دې لامل شو چې د پاکستاني کریکټ بورډ سره خپل تړون پایته ورسوې. چې وروسته په دسمبر میاشت کې د سریلانکا کریکټ ملي لوبډلې مشر روزونکي په توګه وټاکل شو او له یادې لوبډلې سره یې د دوه کالونو لپاره تړون لاسلېک کړ.

سریلانکایي لوبډلمشر د مکي ارتر په تړاو وویل: “هغه ارامه دی. او نوموړی ډېره تجربه لري او په نړیواله کچه ستراتیژې او روښانه کول خورا اړین دي هغه باور یې چې زمونږ په مینځ کې راوړی دی تر ټولو مهم دی او د نوموړي کړنې د ده ستاینه کوي. درجه بندي یو خورا مهم څېز دی. زما په اند سریلانکا باید په یو ورځینو او ټېسټ لوبو درجه بندۍ کې څلورم مقام ته ځان ورسوې.

سریلانکا کریکټ ملي لوبډلې کارګردګیو ته کتنه:

سریلانکا کریکټ ملي لوبډلې څو میاشتې وړاندې په خورا ستونزمن حالت کې د پاکستان هېواد ته د سیرزونو لپاره سفر وکړ چې سریلانکایي کریکټ ملي لوبډلې یو بریالی سفر پایته ورسوه او په دوه ټېسټ لوبو کې یې د پاکستان کریکټ ملي لوبډله په ګونډو کړه. وروسته یې بیا په خپل کوربتوب زیمبابوې کریکټ ملي لوبډلې ته په ټېسټ سیریز کې ماته ورکړه. چې د ښو کارګردګیو وروسته د سریلانکا کریکټ ملي لوبډله اوس مهال د اي سي سي په ټېسټ درجه بندۍ کې پنځم مقام لري. خو په یو ورځینو لوبو کې بیا اتم مقام لري. یاده دې وې چې دوی پدې وروستیو کې وېسټ انډېز ته په یو ورځینو لوبو لړۍ کې درې پر صفر ماته ورکړه.

په هر حال کروانتي وایي، چې زه یو لوی پلان لرم چې لوبډله په درجه بندیو کې مخ پر وړاندې بوځم چې د اي سي سي له لوري تازه اعلان شوو، درجه بندیو زما کار اسانه کړی دی. خو په ورته حالت کې کرونا وبا ناروغۍ ډیری د کریکټ لوبې او ټورنامنټونه ځنډولې دي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې