نړیوال کریکټ

ادم زمپا : لاهم د ټیسټ کرکټ لوبو لپاره په تمه یم

د استراليا کرکټ ملي لوبډلې سوکه توپ اچونکی ادم زمپا چې اوس مهال د استرالیا لپاره په پنځوس اوریزه او شل اوریزه لوبو کې لوبیږي نوموړی دې ته په تمه دی چې یو ځل بیا ټيسټ کرکټ لوبو ته راستون شو،ادم وایي

(( ټيسټ لوبې زما لومړی هدف دی،ما په تیرو څو کلونوکې د استرالیا لپاره د سپین بالینګ په برخه کې ډېر کار وکړ یعني په دې بال مې ډېری لوبې ترسره کړي دې،زما لپاره غټه ستونزه دا ده چې مونږ په لوبډله کې د ځانه سره بل سپینر نیتن لاین دی، هغه یو با ارزښته بالر دی د هغې په شتون کې زما راتګ یو څه سخت دی، خو تمه لرم چې استرالیا کرکټ بورډ به ما ټيسټ لوبو ته بیرته راستون کړي)) ادام زمپا د استرالیا لپاره یومهم او کلیدي لوبغاړی دی چې په پنځوس اوریزه او شل اوریزه لوبه کې ښه توپ اچونه نندارې ته وړاندې کوي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې