دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

دانش کنیریا : محمد عامر لپاره د پاکستان کرکټ ملي لوبډله کې لوبیدل مهم ندي

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی سوکه لیګ سپينر دانش کنيریا، پر محمد عامر نیوکه وکړه دغه لیګ سپینر محمد عامر پر دې تون کړ چې هغه پاکستانۍ ملي لوبډلې ته ډېر ارزښت نه ورکوي، او د خپلې خوښې کرکټ ترسره کوي دا چې پاکستان کرکټ بورډ ولي د نوموړي ملاتړ کوي پر دې مونږ نه پوهیږو،دانش زیاتوي (( زه منم چې عامر د نړۍ په سطخه یو له بهترینه بالرانو څخه دی او خپل حریفان په اسانۍ سره په توپ وهنه کې ننګولی شي،خو هغه ډېر وخت پاکستان ملي لوبډلې ته اهمیت نه ورکوي او نه ورته ډېر مهم ښکاريږي چې دا کړنه یې سمه نده))

محمد عامر په ۲۰۱۰ م کال کې د میچ فیکسینګ په قضیه تورن شو، له هغه وروسته پرې پاکستان کرکټ بورډ بندیز ولګاوه، خو نوموړی د اوږد ځنډ وروسته بیرته د ځنې لوبغاړو په هڅه ملي لوبډلې ته راستون شو، یاده دې وي چې محمد عامر د هندوستان،او استرالیا، پر وړاندې ځانګړې توپ اچونه کوي چې هیڅ مثال یې هم نه لیدل کیږي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې