دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

تمیم اقبال : شعیب اختر د خپل وخت ډارونکی بالر و

د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې نامتو کرکټر تمیم اقبال ویلي چې د شعیب اختر سره مخ کیدل ورته یو بد خوب و، تمیم زیاتوي (( هغه په حقیقت کې د نړۍ ټاپ ترینه سرعت لرونکی بالر و، زه چې کله د شعیب اختر سره په لومړي ځل مخ شوم نو فکر مې وکړ چې هغه به مې په یو شاټ پیچ بال ووژني، ځکه زه په لومړي وخت کې د اختر دبالینګ څخه ډېر ویردم، شعیب په نړۍ کې ډارونکی بالر و چې وخت ناوخت به یې د خپلې لوبډلې لپاره ښه توپ اچونه کوله))

تمیم اقبال په لومړي ځل په ۲۰۰۹ م کال کې د شعیب اختر سره مخ شو،اوپه دوهم ځل بیا په ۲۰۱۰ م کال کې د نوموړي سره په داسي مهال مخ شو چې یوڅه تجربه یې په کرکټ کې ترلاسه کړې وه. یاده دې وي چې شعیب اختر په ټوله نړۍ کې لومړی نمبر بالردی چې د یو بال سپیډ یې ۱۶۱،۳ و چې په دغه توپ سره یې د نړۍ د فاسټ بالرانو په قطار کې لومړی تیز توپ ترسره کړی و.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې