دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

السټرکوک : ویراټ کوهلي په درې واړه فارمټونو کې منډې جوړونکی لوبغاړی دی

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ پخوانی توپ وهونکی الیسټرکوک ویلي مخکې ویسټ انډيزي برین لارا، د نړۍ مخکښ توپ وهونکی و، اوس هندی ویراټ کوهلي هغه لوبغاړی دی چې په درې واړه فارمټونو کې ښه لوبه نندارې ته وړاندې کوي.کوک زیاتوې (( ویراټ یوازینی لوبغاړی دی چې د برین لارا لار تعقیب کړي او د هغې سترو ریکارډونو ته ځان ورسوي، زه له ډېری کرکټرانو سره لوبیدلی یم خو د برین لارا پڅير توپ وهونکې نه لیدل کیږي. زه د ویراټ کوهلي، په توپ وهنه کې دا وړتیا ګورم چې د هغې نوم به یوه ورځ ختمن په نړیوالو ریکارډونو کې ولیکل شي،په هغه وخت کې چې د لارا توپ وهنې ته یوڅه نیږدي شوې و استرالیایي، ریکي پونټینګ،جیک کیلس، او کومراسنګکارا، و))

یاده دې وي چې الیسټرکوک په ۲۰۱۸ م کال کې د هر ډول کرکټ څخه تقاعد اعلان کړنوموړی په ټیسټ کرکټ کې شهرت لرونکی لوبغاړی و.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې