نړیوال کریکټ

مشفیق الرحیم : بنګله دیش په ټيسټ کې شپږم ځای خپلوالی شي

بنګله دیش کرکټ ملي لوبډله چې اوس د کرکټ نړیوالې شورا سره په نړیواله درجه بندۍ کې په ټيسټ لوبو کې ۹ ځای لري لاهم کوښښ کوي چې مخکې تګ وکړي،اوس تازه په یوه مرکه کې د بنګله دیش مخکښ لوبغاړي مشفیق الرحیم ویلي(( زمونږ لویه اندیښنه دا ده چې څنګه وشو کولای د هیواد بهر ټیسټ لوبې وګټو، زمونږ لوبغاړي په کور دننه ښه لوبه ترسره کوي لیکن په نورو هیوادونو کې ترډېره ښه نه ځلیږي، چې دا زمونږ لپاره خورا بد خبر دی، مونږ باصلاحيته لوبغاړي لرو ترڅنګ یې ښه مدیرت هم شته او امکان دې ولري چې په راتلونکې کلونو کې بنګله دیش لوبډله د آی سي سي سره په نړیواله درجه بندۍ کې شپږم ځای ترلاسه کړي))

یاده دې وي چې د اوس لپاره هر ډول ورزشي سیالۍ د کرونا ویروس له امله د نامعلومې نيټې پورې ځنډول شوې دي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې