افغانستان کریکټ

محمد نبي عیسی خيل : د پاکستان سره په لوبه بایللو ډېر زیات خفه یم

افغان کرکټر محمد نبي عیسی خيل چې په نړیواله کچه د الراونډرانو په لیست کې د آی سي سي سره لومړی مقام لري،نوموړي په خپله وروستۍ مرکه کې وویل (( زه ډېر زیات خفه شوم کله چې مونږ له پاکستان څخه په نړیوال پنځوس اوریزه جام کې لوبه وبایلله، مونږ سیالۍ ډېره حساس وخت ته ورسوله، او په وروستې وخت کې مو له لاسه ورکړه چې دې لوبې په نړیوال پنځوس اوریزه جام کې ډېر زیات خفه کړې وم))

افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په ۲۰۱۹ م کال کې ډېر بدترینه کرکټ نندارې ته وړاندې کړ چې په ۹ سیالیو کې یې یوه هم ونه ګټله، دغه سیالۍ چې محمد نبي عیسی خيل یې یاده کړې افغانستان ته پوره چانس و چې په نړیوال میدان کې خپل سرسخت حریف پاکستان په ګونډو کړي اما د وخت کيپتان ګلبدین نایب د لوبې پر جریان یوه غلطه پرېکړه وکړه او په لوی لاس یې پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ته لوبه ور ډالۍ کړه،په دې لوبه کې راشد، او مجیب د سیالۍ اړخ په مکمل ډول بدل کړ خو په وروستې اور کې دغه لوبه د افغانستان د واک څخه په بشپړ ډول ووتله،یاده دې وي چې د پاکستان پر وړاندې د سیالۍ بایلل د افغانستان د ټولو مینوالو لپاره سخته ضربه وه.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې