افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

شفیق الله شفق د شپږ کلن بندیز سره مخ شو

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چي د ملي لوبډلي پر غړي شفیق الله شفق د کرکټ بورډ ادارې، د فساد په وړاندي د مبارزې د قانون څخه د سرغړوني له امله شپږ کاله بندیز ولګاوه، پر شفق تور و چي د افغانستان غوره لیګ د لومړي پړاو په مهال او دغه راز یوه بله اړوند دوسیه ده، چي پکې شفیق الله له قانون څخه په سرغړوني تورن شوې و،اوس افغانستان کرکټ بورډ اعلان وکړ چې پر شفیق الله شفق شپږ کاله بندیز ولګید، نوموړی په دغه شپږ کلنه دوره کې هیڅ کوم ډول رسمي او غيرې رسمي سیالۍ نشي ترسره کولای.شفق د لاندې مادو څخه سرغړونه کړې وه ( ۱،۱،۲ماده) د هر هغه تړون غړی جوړېدل یا هره هڅه چې له مخې یی د لوبې پاېله هرې خواته بدلون بیامومي، پرمختګ پکې راشي، ترسره شي او یا د لوبو په نورو اړخونو کې له وخت برابره شي (۳،۱،۲ ماده): غوښتل، منل، وړاندیز کول او یا د بډې اخیستو منل او یا ورته نور امتیاز ترلاسه کول چې له امله یې له وخت وړاندې د لوبې حالت بدل شي او یا په یوه برخه کې مرسته وکړي، او یا په بله مانا په غیر مناسبه لاره په پاېله کې، پرمختګ ، ترسره کولو کې یې او یا د کورني کرکټ لوبې په بل اړه کې دخیل شي، او یا بډې اخیستل یقیني کړي او یا نور د فساد مشخص هدفونه چې په کورني کرکټ کې راپېښ شي(۴،۱،۲ ماده) : په لوی لاس غوښتل، چمتو کول، وړاندیز کول او یا د هڅولو هڅه کول او یا په نړېواله کچه بل ګډونوال ته زمینه برابرول چې له امله پکې له ۲.۱ مادې څخه سرغړونه وشي


(ماده ۲،۴) : د هغه وړاندیز یا بلنې په اړه په راپور ورکولو کې پاتې راتلل چې له مخې یې له دریو اړخونو یا افرادو لخوا د دوی په خوښه تا ته د لوبې حالت برابرولو کې د دوی د ډلې د غړي کېدو موافقه غوښتل کېږي، ماده (۲،۴،۵): په یوه داسې مورد کې پاتې راتلل یا ترې انکار کول چې د کوم اړین دلیل پرته د فساد ضد څانګې ګمارل شویو مسوولینو ته د فساد کولو هر ډول وړاندیز معلومات شریک کړي، او دغه راز د هرې پېښې بشپړ جزیات، حقیقت یا مسلي توضیحات د کوم محدویت پرته ورکول چي پېښه کې د شریک کس پام ته راځي او یا د فساد ضد څانګې لپاره داسې اسناد په لاس کې لري چې له مخې یی کوم بل کس هم په ورته مواردو چې د فساد ضد څانګې سره سرغړونه کې شمېرل کیږي.افغانستان کرکټ بورډ، پر ملي لوبغاړي شفیق الله شفق د فساد پر وړاندې د مبارزې کوډ له اصولو د سرغړونې له امله، شپږ کلن بندیز ولګاوه چې پر بنسټ به یې نوموړی په یاده موده کې د هیڅ ډول کرکټ اجازه ونه لري. یاده دې وي چې افغان کرکټ بورډ شفیق الله شفق ته ۱۴ ورځي وخت هم ورکړې و چې خپل د پاکۍ ثوبتونه افغان کرکټ بورډ ته وړاندې کړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې