دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

راتلونکې اګسټ میاشت او د پاکستانیو لوبغاړو لپاره خواشینونکې خبرونه

د پاکستان کرکټ بورډ غواړې د ۲۰۲۰م کال په اګسټ میاشت کې د لوبغاړو سره قراردادونه نوې کړي، په دې تړون کې د ځنې لوبغاړو لپاره د خطر زنګ ځکه لیدل کیږي چې له یو خوا څخه یې معاشات کمیږي او له بلې خوا ځنې لوبغاړي خپل قرارداد له لاسه ورکوي، د پاکستان کرکټ بورډ یوې باورې سرچينې ویلي، پخوانی کيپتان سرفراز احمد به د الف ګټګورۍ څخه سي ګټګورۍ ته او د چټک بالر حسن علي سره به هر ډول قرارداد لغوه اعلان شي،د تړون شوي لوبغاړو نوی لیست د یوې کمیټې لخوا نهایی کیږي چې پکې د پی سي بي،

اجرایوي رییس، وسیم خان، د عملیاتي برخې غړی ذاکر خان، او د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکی او د لوبغاړو سلیکټر، مصباالحق شامل وي.د پاکستان کرکټ بورډ لخوا ورکړل شوي اوسني قراردادونو کې لوبغاړو ته په ټيسټ کرکټ کې د الف په ګټګورۍ کې ۷۶۲،۳۰۰، روپۍ، په ( ب) ګټګورۍ کې ۶۶۵،۲۸۰، او (سي) ګټګورۍ برخه کې لوبغاړو ته ۵۶۸،۲۶۰،پاکستانۍ کلدارې ورکول کیږي.سرچینو دا هم څرګنده کړې چې عابد علي ممکن په ټیسټ کې د شان مصعود سره په (ب) ګټګورۍ کې ځای پيدا کړې. یاده دې وي چې پاکستان کرکټ بورډ په ۲۰۱۹ م کال کې د ۱۹ لوبغاړو سره رسمي تړون لاسلیک کړې و او په ۲۰۱۸ م کال کې یې بیا د ۳۲ لوبغاړو سره رسمي کنټرک کړې و.‎

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې