دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

الیکس هیلز : زه پر خپله لوبډله ویاړم خو د نه لوبیدو چانس زیات خفه کړې یم

الیکس هیلز د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې اوپنر توپ و هونکی و چې د ناقانونه کړنو له وجې د ملي لوبډلې څخه لري پاتې شو،نوموړي په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي (( زه ډېر نااومیده شوې یم، خو لاهم هیله لرم چې خپل نړیوال کرکټ ته یو ځل بیا راستون شم،مونږ دا ځل نړیوال پنځوس اوریزه جام وګټه زه ډېر زیات لیواله وم چې په دغي جام کې ولوبیږم خو ځنې شخصي تيروتنې د دې لامل شوی چې زه یې له دغه جام څخه بهر کړم، زه د هغه غلطیو څخه تیر شوی یم چې ما په خپل شخصي ژوند کې کړي دي او امید لرم چې خلک ماته بښه وکړي او زما تیرې غلطۍ هيرې کړي))

په تير کې د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې کيپتان ایون مورګن ویلي هیلز بیرته نړیوال کرکټ ته راستنیدلی شي که نوموړی د بورډ او مدیرت باور ترلاسه کړي.یاده دې وي چې الیکس هیلز د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې بهترینه اوپنر توپ وهونکی دی چې د شخصي غلطیو له وجې د ملي لوبډلې څخه لرې پاتې شوې دی.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې