دلوبغاړو په اړه

کلدېپ یادو: ډوني اوس هم د هند لپاره سیالۍ ترسره کولی شې

د هندوستانۍ کریکټ ملي لوبډلې افسانوې سپینر توپ اچوونکی کلدېپ یادو وایي، چې اېم اېس ډوني مناسب دی چې د هند کریکټ ملي لوبډلې لپاره سیالۍ ترسره کړې او دا یې وړتیا لرې چې د هندۍ لوبډلې لپاره یو ځل بیا ولوبېږي. یادو وایي، دا د ډوني لپاره خورا ښه وخت دی چې یو ځل بیا د هندوستان کریکټ ملي لوبډلې لپاره ولوبېږي.  اېم اېس ډوني چې د تېر نړیوال جام راهیسې بیا هېڅ میدان یا لوبغالي ته د سیالیو ترسره کولو لپاره ندی ښکته شوی. دا چې ډوني د اوږدې مودې راهیسې له هندۍ لوبډلې لرې پاتې شوې دی نو پر ټولنېزو رسنیو یې د تقاعد ګنګوسې هم خورا زیات روان دي.  په هر حال یادو احساس کوي چې پخوانی هندې کیپتان اېم اېس ډوني د دې وړ دی چې یو ځل بیا هندۍ لوبډلې ته را وګرځې او د تل په څېر لوبغاړو ته د سیالۍ په جریان کې مثبته روحیه ورکړې.  کلدېپ یادو چې له سپورټس کېډا وېبپاڼې سره په ژوندۍ بڼه خبرې کولې وویل: “اېم اېس ډوني خورا یو ښه لوبغاړی دی او زه شخصاً فکر کوم چې هغه باید د هند لپاره یو ځل بیا لوبې وکړې چې د هغه راتګ به مونږ ته بیا مثبته روحیه راکړې.”

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې