نړیوال کریکټ

پي سي بي: عمر اکمل د خپلو کړنو په اړه هېڅ پښیمانه نه دی

د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې پیاوړی لوبغاړی عمر اکمل په دې وروستیو کې خورا له سخت حالت سره مخ دی. پر نونوموړي له دې امله د درې کالونو لپاره بندېز ولګېد چې نوموړی په میچ فیکسینګ کې افشا شو. خو وروسته پرېکړه وشوه چې عمر اکمل به تر درې کلونو لپاره هېڅ کومه نړیواله سیالۍ کې برخه وانخیستلی شې.و  په ورته وخت کې د یاد بندېز وروسته نن جمعه چې د ۲۰۲۰ م کال او د مۍ میاشتې له ۸ مې نیټې سره سمون خوري د پاکستان کریکټ بورډ له لوري یوه تفصلي پرېکړه خپره شوه چې پکې د فساد ضد کوډ لاندې دوه تورونو باندې عمر اکمل وپېژندل شو. چې له امله به یې اوس نوموړی تر ۲۰۲۳ م کال پورې نړیوال کریکټ کې ونه لیدل شې.  نوموړي هم منلې ده چې هغه د فساد ضد کوډونو باندې تورن دی.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې