نړیوال کریکټ

براوو: وېسټ انډېزۍ لوبډله له ۲۰۱۶ م کال راهیسې غوره لوبډله ده

د وېسټ انډېز کریکټ ملي لوبډلې ټول چارې یا الراونډر لوبغاړي ډوین براوو ویلي دي، چې وېسټ انډېز کریکټ ملي لوبډله له ۲۰۱۶ نړیوال جام راهیسې یوه غوره او پیاوړې لوبډلې باندې بدله شوې ده. براوو ویلي دي چې د وېسټ انډېزۍ لوبډلې د توپ وهنې اوسنی لین خورا پیاوړی دی.

براوو چې د کریکټ مشهورې وېبپاڼې کریکنفو سره خبرې کولې وویل، وېسټ انډېز کریکټ ملي لوبډله له هغه وخت راهیسې پر یوې پیاوړې لوبډلې بدله شوې ده چې له کله راهیسې دغې لوبډلې د ۲۰۱۶ کال نړیوال جام ټرافي وګټله. یقیناً په هغه ورځ وېسټ انډیزې لوبغاړي کارلوس برېټواېټ یو ناممکن میچ د وېسټ انډېرۍ لوبډلې لپاره ممکن کړ او په وروستې اوور کې یې له ۱۹ منډو څخه دفاع وکړله.

باید یاده شې چې برېټواېټ په پایلوبه کې په وروستې اوور کې د انګلینډ سټار توپ اچوونکي بين سټوکس ته په مسلسل ډول څلور شپږیزې ورکړې، او په دې توګه یې د ۱۹ منډو څخه وېسټ انډېزۍ لوبډلې دفاع وکړله.

وېسټ انډېزۍ لوبډلې ته یوه لنډه کتنه:

د وېسټ انډېز کریکټ ملي لوبډله په خپله لوبډله کې داسې لوبغاړي لرې، چې په وروستې اوور کې ۱۷ ـ ۱۸ منډي پوره کول ورته یو اسانه کار ښکارې. او دوی تل د مخالفې لوبډلې له لوري لوړ هدف ته ښه راغلاست وایي، دوی هېڅکله هم پر خپل ځان یا ټیم باندې فشار نه راوړې او تل په سړه سینه لوبه کوي. د دوی په میډل ارډر یا منځنۍ برخه کې خورا ځواکمن او پیاوړي لوبغاړي موجود دي.

دوی د پیاړو توپ وهوونکو سربیره پیاوړي توپ اچوونکي هم لري، چې ورځ تر بلې پکې داسې لوبغاړي را څرګندېږي چې د کریکټ مینه وال حیرانوې د دوی زیاتره لوبغاړي د اوږد قد څښتنان دي. د دوی لوبغاړي سږ کال ادغا کوي چې نړیوال جام به وګټې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې