دلوبغاړو په اړه

اظهر علي خپل بیټ او شرټ په ۲۲ لاکو روپیو وپلوره

د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې د ټېسټ فارمیټ کیپتان اظهر علي هم له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره خپل بیټ او شرټ (کمېس) وپلوره. د پاکستانیو رسنیو پر وینا، چې د هغه بیټ او کمېس په ۲۲ لاکه روپۍ وپلورل شو.  چې دغه پیسې به کرونا ځپلو او بیوزلو وګړو ته وقف شې. د هغه بیټ د یو بهارتي میوزیم له لوري پېرل شوی دی او شرټ یا کمېس یې بیا د کالیفورینا اوسیدونکي له لوري اخیستل شوی دی.   نوموړي یوه اونۍ وړاندې خپل دا بیټ او کمېس لیلام ته وړاندې کړې وه، چې وړمه ورځ دواړه وپلورل شول.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې