دلوبغاړو په اړه

یوګراج: اېم اېس ډوني او وېرات کوهلي زما زوی یوراج سېنګ سره خیانت کړی

د هند کریکټ ملي لوبډله چې په خپل ځان کې یې ګڼ شمېر لوبغاړي روزولي دي. چې بیلابیلو لوبغاړو پکې تر خپل حده یو مقام ترلاسه کړی دی. تازه د یوراج سېنګ پلار یوګراج سېنګ له اېم اېس ډوني او وېرات کوهلي څخه ګیله من دی او وایي چې زما زوی یوراج له ډېر وخت راهیسې لوبډلمشرۍ دنده نده ترلاسه کړې اند دا چې زما زوی له ډوني وړاندې کریکټ ته راستون شوی دی.

د یوراج پلار یوګراج وایي، چې د بي سي سي آي اوسني مشر سوارو ګنګولي د ځوانو لوبغاړو تل ملاتړ کړی دی. او وایي چې ګنګولي د ځوانو لوبغاړو لپاره ډېر څه کړې دي.

د یوراج سېنګ پلار وایي، یوراج د لوبډلې لوبډلمشر وه خو یو نا څاپه اېم اېس ډوني د هغه څخه دا مقام واخیسته. خو نوموړی زیاتوي چې ډوني او کوهلي له یوراج سره خورا لوی خیانت وکړ.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې