دلوبغاړو په اړهلیګونه

پنځه هغه لوبغاړي چې د آی پي ایل په تاریخ کې یې زیات سټمپینګونه کړې دي

د کریکټ په لوبه کې پر څو برخو د توپ وهوونکي د ګوښه کیدو اوټ کیدو ډولونه ویشل شوې دي چې د دغو له ډلو څخه یو هم سټمپ دی چې د ویکټ کیپر له لوري یو توپ وهوونکی ګوښه کېږي. ډیری وخت د ویکټ ساتوونکي سټمپ د یوې لوبډلې په بریا کې او د مخالفې لوبډلې په ماته کې خورا مهم رول لوبوي. دا چې د نړۍ ستر لیګ آی پي ایل ډیری مینه وال لري نن مو درته په دې مقاله کې پنځه ویکټ ساتوونکي په ډاګه کړې دي چې د ای پي ایل په تاریخ کې یې ډیری سټمپینګونه کړې دي.

۱- اېم اېس ډوني (چینای سوپر کېنګز)

اېم اېس ډوني د هند کریکټ ملي لوبډلې پیاوړی لوبغاړی دی. او په هند غوره لیګ کې د چینای سوپر کېنګز لوبډلې مشهور نوم او لوبډلمشر دی. هغه د دې هر څه تر څنګ یو ښه ویکټ ساتوونکی هم دی چې د ای پي ایل په تاریخ کې یې د هغو لوبغاړو په لیست کې یې خپل نوم لومړی ثبت کړی دی چې ډېر سټمپونه یې کړې دي. ډوني په ۱۸۹ سیالیو کې ۳۸ سټمپینګونه کړې دي.

۲- رابین اوتپا (کلکته ناېټ راېډرز)

د هند غوره لیګ په تاریخ کې د ډېرو سټمپونو په لیست کې د رابین اوتپا نوم دوهم دی. که څه هم رابین اوتپا د آی پي ایل د پیل راهیسې لوبېږي، خو د ویکټ ساتوونکي په توګه هغه ډیرې لوبې ندې کړې او یواځې یې ۳۲ سټمپونه کړې دي. چې له ډوني څخه یې یواځې شپږ سټمپونه کم دي تر څو له هغه سره مساوې شې سټمپونو کې خو په هر حال اوس مهال نوموړی دویم مقام کې قرار لري.

۳- دنيش کارتېک (کلکته ناېټ راېډرز)

د کلکتې ناېټ راېډرز لوبډلې اوسني لوبډلمشر دنیش کارتېک د غوره پنځو لوبغاړو چې د ای پي ایل په تاریخ کې یې ډېر سټمپینګونه کړې دي دریم مقام لري. کارتېک تر دې دمه پورې ۳۰ سټمپونه کړې دي او په دریم مقام کې قرار لري.

۴- وریدیمان ساها (سنراېزر حېدراباد)

وريدیمان ساها چې د سنراېزر حېدراباد لوبډلې پیاوړی ویکټ ساتوونکی دی. د ای پي ایل په تاریخ کې یې د ډېرو سټمپینګونو په لیست کې څلورم مقام ترلاسه کړی دی. ساها په ۱۲۰ لوبو کې ۱۹ سټمپونه کړې دي. خو نوموړی د ډېر وخت راهیسې د سنراېرز حېدراباد لوبډلې سره مل ندی پاتې شوی.

۵- پارتیو پتیل (رایل چلېنجرز بنګلور)

د غوره پنځو لوبغاړو چې ډېر سټمپینګونه یې کړې دي وروستی نوم د رایل چلېنجرز بنګلور لوبډلې پیاوړي ویکټ ساتوونکي پارتیو پتیل نوم دی. پارتیو پتیل د ۱۳۹ سیالیو په مرسته ۱۶ سټمپونه کړې دي. چې پدې سره یې د پنځو هغه غوره لوبغاړو په نوملړ کې خپل نوم ثبت کړی دی چې د ای پي ایل په تاریخ کې یې ډېر سټمپونه کړې دي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې