لیګونه

محمد شامي: فکر نه کوم چې د آی پي ایل ترسره کېدو ته نور وخت پاتې وي

د هندوستانۍ کریکټ ملي لوبډلې پیاوړي تېز بالر محمد شامي یو ځل بیا په خپلو خبرو کې ویلي دي، چې د هند غوره لیګ ترسره کيدو ته به نور وخت پاتې نه وي. د هند غوره لیګ چې ټاکل شوې وه ۱۳ م پړاو یې په مارچ میاشت کې په ۲۹ مه نیټه پیل شوی وه چې وروسته د کرونا وبا ناروغۍ له کبله د اپرېل پنځلسمې نیټې ته وځنډېد خو په ورته حال کې د هند حکومت د ګرځبندېز موده وغځوله چې له امله یې د هند غوره لیګ د اپرېل ۱۵ مې نیټې څخه تر نامعلومې نیټې پورې وځنډېده.

شامي ویلي دي چې مخې ته د دې کال په پای کې شل اورېز نړیوال جام دی چې په اسټرالیا هېواد کې به پیل شي زه فکر کوم چې له دې وروسته به چارواکو ته دا پرېکړه سخته وې چې د آی پي ایل ترسره کیدلو لپاره نیټه وټاکې هغه وایي، اوسنیو حالاتو ته په کتو فکر نه کوم چې ای پي ایل دې سږ کال ترسره شي.

شامي یو ځل بیا د خپل ژوند دردونکې کیسه د یو یوټیوب چینل له لارې په ژوندۍ بڼه داسې وکړه: “زما پر ضد په عدالت کې د طلاق ضد دوسیه روانه ده، خو زه به وګورم چې په پای کې څه پیښېږي. زه به د ډېر وخت لپاره له خپلې لور سره یواځې اوسم. زما لور د ډېر وخت راهیسې له خپلې مور سره له نږدې ندې لیدلې مګر یو ځل یې ورسره په ټیلیفون ویډیويې خبرې شوې دي. د هېڅ یو مور او پلار لپاره دا اسانه کار ندی چې له خپل اولاد څخه د یوې شیبې لپاره هم لرې شې. مګر زه هیله لرم چې له هغې سره ژر تر ژره وګورم.”

شامي وایي، ما له ۲۰۱۵ م کال وروسته کله چې زه ټپي شوم خپل ژوند کې ډیری بدلونونه راوستل. له تيرو دوه ـ درې کالونو راهیسې ما خپل طرز او ژوند ډېر بدل کړی دی. ما د خواړو او څښلو لاره بدله کړه چې زما ژوند او فټنس کې یې خورا زیاته مثبته پایله ورکړې ده.

یو وخت داسې راغلی وه چې دغه هندي تېز توپ اچوونکی له کریکټ لوبو څخه نور بې برخې شوی وه، خو له تيرو څو کلونو راهیسې نوموړي یو مثبت راتګ کړی دی چې اوسمهال په توپ اچونه کې یې هم ډېر پرمختګونه او بدلونونه لیدل کېږي. شامي له تیرو دوه کالونو وروسته د خپل پیاوړي بالېنګ له امله د نړۍ د غوره بالرانو په لیست خپل نوم ثبت کړی دی.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې