لیګونهنړیوال کریکټ

د کلکتې لوبډلې مالکان غواړې د انګلستان په لیګ کې هم د ځان لپاره لوبډله خوښه کړې

د کلکتې لوبډلې مالکان غواړې چې د انګلستان په نوې تجارتي ټورنمینټ کې چې د سلو توپونو دی پانګونه اچونه وکړي او د ځان لپاره پکې لوبډله خوښه کړي.دغه ټورنمینټ چې د سلو بالونو دی او د کورنیو لوبغاړو په شتون کې پکې ښځینه او نارینه لوبغاړي هم ګډون کوي د کرونا ویروس له امله د ۲۰۲۰ م کال څخه ۲۰۲۱ م کال ته وځنډید،د کلکتې لوبډلې شریکان غواړې چې یاد لیګ کې په راتلونکې ۲۰۲۱ م کال کې پانګونه وکړي، ځکه دوی دلیل دا راوستی چې کلکته هميشه د کرکټ په برخه کې ډېری ټيمونه او لوبغاړي د پیسو په بدل کې اخلي، د کلکتې لوبډلې شریک وینکي میسور، ویلي

(( کرکټ ریښتیا هم د پیسو ګټلو لپاره یوه ښه لار ده، زمونږ هدف دادی چې په کرکټ کې پانګه اچونه وکړو،د سلو بالونو لیګ زمونږ زیات خوښ شو که چيرته انګلستان په راتلونکې کال کې مونږ ته چانس راکړي نو مونږ به ختمن یوه لوبډله د ځان لپاره خوښه کړو)) دغه سیالۍ انګلستان کرکټ بورډ د دې لپاره په لاره واچولی ترڅو د شل اوریزه کرکټ فارمټ نور هم لنډ کړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې