افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

حمید حسن وپیژنئ

حمید حسن د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ چټک توپ اچونکی و، چې په ۱۹۸۷ م کال د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې وزیږید،اوس مهال ۳۲ کاله او ۳۴۰ ورځي عمر لري،حمید حسن د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره ترټولو چټک توپ اچونکی و چې لا تراوسه یې هم افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تشه نده ډکه کړې، حمید په داسي وخت کې افغان لوبډلې ته راغی چې هغې وخت کې ډېری افغانان له کرکټ څخه ناخبر و او ان داسي سوچ هم نه کیده چې د افغانستان په نوم دي کومه د کرکټ لوبډله رامنځ ته شي.

حمید په خپل شانداره ایم سوینګ بالونو باندې نړۍ حیرانه کړې وه، ځکه حمید یوازینې افغان لوبغاړی و چې پرته له تجربو ملي لوبډلې ته راغلی نوموړي د کلیوال کرکټ څخه نړۍ ته ور ودانګل او د خپل سرعت لرونکې توپ اچونې له برکته په افغان لوبډله کې د ډېر وخت لپاره تم شو.حمید او کرکټ هغه وخت په افغانستان کې مشهوره شو کله چې نوموړي د متحد عربي اماراتو خلاف په دوه بالونو لس منډې ترلاسه کړې.د شل اوریزه لوبو پيل یې، حمید حسن په ۲۰۱۰ م کال کې خپله لومړی شل اوریزه لوبه د ایرلینډ خلاف ترسره کړه، او ترڅنګ یې د پنځوس اوریزو لوبو پيل په ۲۰۰۹ م کال کې د سکاټلینډ پروړاندې وکړ،هغه د افغانستان لپاره ۳۸ پنځوس اوریزې، او ۲۲ شل اوریزې لوبې وکړي، په پنځوس اوریزه لوبه کې ۵۹ ویکټې لري، ترټولو ښکلی بالینګ یې په یوه سیالۍ کې ۴۵ منډې ورکول په پنځو ویکټو اخیستل دي، همدا شان یې په شل اوریزه لوبو کې ۳۲ ویکټې ترلاسه کړې څلور ویکټې په یوه لوبه کې د ۲۲ منډو په ورکولو سره بهترینه توپ اچونه ده.

حمید خپله وروستۍ شل اوریزه لوبه په کال ۲۰۱۶ م کال کې د ویسټ انډیز پر وړاندې وکړه، او خپله وروستۍ پنځوس اوریزه لوبه یې په کال ۲۰۱۹ م کې د پاکستان پر وړاندې وکړه چې دا سیالۍ یې دافغانستان لپاره خوره شرمونکې وه ځکه نوموړي درې اوره وکړل او له هغه وروسته یې د خپې د درد له امله میدان پريخود چې دا کړنه یې افغان مینوالو ته د منلو وړ نه وه.حمید له ډېره وخته په شل اوریزه لوبه کې ندی لیدل شوې، نوموړی د خپې د ژور ټپ له امله نشي کولای چې دومداره کرکټ ترسره کړې.دا معلومه نده چې حمید به څه وخت له نړیوال کرکټ سره مخه ښه کوي. یاده دې وي چې حمید حسن اوس ترډېره د افغان لوبډلې په لوبه د مبصرینو سره تبصره کوي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې