دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

بټلر : ایم ایس ډوني خوره ښه لوبغاړی دی

جاز بټلر چې د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ویکټ کيپر توپ وهونکی دی، نوموړي د هندوستاني افسانوي لوبغاړي میهندرسینګ ډوني په اړه ځنې څرګندونې کړې. بټلر وایي

(( ایم ایس ډوني دنړۍ د غښتلو او پیاوړو لوبغاړو څخه دی هغه د نړۍ په سطحه یوازینی کيپتان و چې په هر ډول سخت حالت کې به یې په زړه پورې پرېکړې کولاي. زه د ډوني څخه زیات متاثره یم، دا چې نوموړی د خپل کرکټ په اخیري برخه کې دی لاهم تمه شته چې یو ځل بیا به هندۍ لوبډلې ته راوګرځي، ډوني د هندوستان ريښتنی اتل دی او تل یې په سختو شرایطو کې د هندوستان لپاره ګټونکې اننګزونه کړې دي)) بټلر ډوني د خپل ځان لپاره یوه مجسمه بولی او د نوموړي د پرېکړو سره ځانکړې مينه لري.‎

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې