نړیوال کریکټ

انګلستان غواړې د تړلو دروازو تر شاه د ویسټ انډیز او پاکستان کوربتوب وکړي

وروستي راپورونه وايي چې انګلستان کرکټ بورډ غواړې د بندو دروازو ترشاه د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې سره خپلې ټیسټ لوبې ترسره کړي، دا د پاکستان هیواد لپاره د کرکټ په برخه کې مثبت خبرونه دي، انګلستان کرکټ بورډ خبر ورکړ چې دوی له ټولو حکومتي چارواکو او وزارتونو سره تماس نیولی او ډاډ یې ترلاسه کړې چې د بندو دروازو ترشاه سیالۍ څه موده وروسته پیلولی شي، دغه بورډ خبرداری ورکړی چې مونږ به کرکټ پیل د ویسټ انډیز سره په سریز کوو چې د جولای په اتمه پلان شوې دی. د انګلستان کرکټ بورډ اجرایوي رییس ټام هریسن ویلي

(( مونږ ته پرته له دې بله لار نده پاتې چې د بندو دروازو ترشاه کرکټ وکړو، په دې کال کې یوازي مونږ ته همدا یوه لار پاتې ده چې کرکټ د تړلو دروازو شاته ترسره کړو)) انګلستان کرکټ بورډ مخکې هم پاکستان او ویسټ انډيز ته خبر ورکړې و چې د سیریز لپاره انګلستان هیواد ته سفر راوکړي. بل پلو پاکستان کرکټ بورډ خبر ورکړ چې لا تر اوسه مونږ ته انګلستان کرکټ بورډ کوم خبر ندی راکړی.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې