دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

ټام موډي : خلک د ویراټ په اړه ډېر څه وایي خو بابر به په راتلونکې کلونو کې دا ثابته کړې چې هغه یو نامتو کرکټر دی

د استرالیا کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي ټام موډي ویلي (( ویراټ کوهلي د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې يو پیاوړی لوبغاړی دی، ډېر خلک د ویراټ په اړه وایي چې هغه ښه کرکټر دی د لوبې کته یې جلا خوند لري، خو زه بیا وایم چې تاسو یو ځل د پاکستاني بابراغظم توپ وهنې ته هم نظر وکړئ د هغې لوبه په لیدو ارزي هغه په کور دننه ښه اوسط نه لري خو د کور څخه بهر یعني په نړیوالو میدانونو کې د هر هیواد پر وړاندې بهترینه اننګز نندارې ته وړاندې کوي، زه باورې یم چې هغه به په نیږدې راتلونکو پنځویالسو کلونو کې د پنځو ټاپ توپ وهونکو په منځ کې ځای ولري))

ټام د ویراټ او بابر په پرتله کې ډېر څه ونه ویل خو دومره یې روښانه کړه چې د بابر توپ وهنه ځانګړی خوند لري او باید تاسو ورته لږه پاملرنه وکړئ.اوسنیو حالاتو په کتو بابر د ویراټ څخه ښه توپ وهونکی ځکه دی چې هغه په درې برخو شل اوریزو پنځوس اوریزو او ټیسټ لوبو کې د هیواد بهر ښه لوبه کوي لیکن ویراټ په کور دننه ښه توپ وهنه ترسره کولای شي او د هیواده بهر یې توپ وهنه بیا دومره عالي نده لکه څومره چې د بابر اغظم ده.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې