دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

شعیب اختر : نسیم شاه زما پڅیر خطرناک بالر کیدلی شي

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني چټک توپ اچونکې شعیب اختر د پاکستاني ځوان تیز بالر نسیم شاه په اړه خپل نظر څرګند کړ او وویل (( زه احساس کوم چې په پاکستان کرکټ ملي لوبډ‌لې کې نسیم شاه ښه ځاې نیولی شي، د ښه په توپ اچونه کې زه ډېر زیات جذابیت ګورم چې دا د بل پاکستاني لوبغاړي په توپ اچونه کې نشته، هغه په مکمله توګه زما ځاې نیولی شي،نسیم لاهم ځوان دی او پوره کار او مشورو ته اړتیا لري،نوموړی د ټیسټ کرکټ فارمټ لپاره غوره توپ اچونکی دی او شاید د فاسټ بالرانو په لړ کې په راتلونکې کې ښه نوم ولري))

شعیب چې د پاکستان هیواد لپاره یې تر ۲۰۱۱ م کال پورې کرکټ وکړ او د خپل وخت سرعت لرونکی بالر و اوس یې د نسیم شاه په اړه خپل نظر ورکړې او ویلي دي چې هغه په نړۍ کې په ډېر کم وخت کې ښه نوم پیدا کولی شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې