دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

سټیو سمیت لاهم د ټیسټ کرکټ په درجه بندۍ کې په نورو لوبغاړو باچاهي کوي

د استرالیا کرکټ ملي لوبډلې وتلی کرکټر سټیو سمیت لاهم د
icc
سره په نړیواله درجه بندۍ کې په لومړي مقام باچاهي کوي.د نړۍ بهترینه لوبغاړي لکه هندي ویراټ کوهلي، پاکستانی بابر اغظم، نیوزیلینډی کین ویلمسن، او انګلستانی جي روټ، هڅه کوي ترڅو سمیټ له دغه مقام څخه وغورځوي لیکن لا تراوسه بریالي شوې ندي.سټیو سمیت، د ۹۱۱ نمرو په درلودلو سره لومړی

، ویراټ کوهلي د ۸۸۶ نمرو په درلودلو سره دوهم او ځوان استرالیایي کرکټر مارنوس لبوشين بیا د ۸۲۷ نمرو په درلودلو سره دریم ځاې لري، ترڅنګ نیوزلینډی کین ویلمسن، د۸۱۳ نمرو په درلودلو سره څلورم او پاکستانی بابر اغظم، بیا د ۸۰۰ نمرو په درلودلو سره پنځم مقام کې قرار لري.

وبه ګورو چې په راتلونکو کلونو کې سټیو سمیت دغه مقام کوم بل لوبغاړي ته پریږدي اوکنه؟ یاده دې وي چې سټیو سمیت څه موده وړاندې د سویلي افریقا خلاف په ټيسټ لوبه کې د بال ټيمپر کولو یا خرابولو په تور جرمانه شوې و او ډېر وخت د کرکټ څخه لري پاتې شو.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې