نړیوال کریکټ

بین سټوکس: په خالي لوبغالي کې لوبې کول به د لوبې روحیه کم رنګه نه کړي

د انګلینډ کریکټ ملي لوبډلې الراونډر بین سټوکس هم په خالي لوبغالي کې د سیالیو ترسره کولو وړاندېز کړی دی. دا چې په ټوله نړۍ کې ورزشي لوبې په ټپه درول شوي دي نو لوبغاړي هم په کورونو کې قرنطین شوي دي او تر څنګ یې مینه وال هم په کورونو کې قرنطین دي. لوبغاړي او مینه وال غواړي چې ژر تر ژره کووېډ ـ ۱۹ ناروغۍ کنټرول شي او مینه وال یو ځل بیا د کریکټ لوبو څخه خوند واخلي.

بین سټوکس ویلي دي، که چیرې د کووېډ ـ ۱۹ ناروغۍ تر کنټرول لاندې رانشې نو لوبې دې د بندو دروازو ترشا ترسره شي او زه فکر کوم چې دا چاره به د کریکټ لوبې باندې کومه اغېزه ونه کړي او نه به د لوبې روحیه کم رنګه کړي.

هغه وایي، چې لوبې پر ټلویزون باندې په ژوندۍ بڼه خپرې شې نو هېڅوګ به هم شکایت ونه کړي او ټول به له دې چارې سره موافق شي. هغه همدغه راز وویل دا به یوه بشپړه تجربه وې چې مونږ نړیوال کریکټ لوبوو او مینه وال به نه اوسې تر څو مونږ تشویق کړي.

د یادونې وړ ده چې انګلینډۍ لوبډله به له وېسټ انډېزۍ لوبډلې سره په جولای میاشت کې لوبې پیل کړې چې ممکن دغه لوبې د تړلو دروازو ترشا ترسره شي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې