افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

ګلوسټرشاېر د قیس احمد او انډریو ټاې سره تړنونه لغوه اعلان کړل

قیس احمد چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره په ډېرو کمو سیالیو کې لوبیږي، خو بل پلو د نړۍ په بهترینه لیګونو کې مخکښ بالر دی، اوس تازه د ګلوسټر شاېر کرکټ لوبډلې اعلان وکړ چې د افغان سوکه لیګ سپنير بالر قیس احمد او د استرالیا کرکټ ملي لوبډلې د چټک بالر انډریو ټاې سره یې قراردادونه لغوه اعلان کړل.

ګلوسټر شاېر لوبډلې څه موده وړاندې د هندي اوپنر توپ وهونکې چیتیشور پوجارا سره هم لنډ مهال تړون فسخ کړې و.دا چې په انګلستان هیواد کې د جولای میاشتې تر درېمې قرنطین دی نو ډېری د کلبونو او لوبډلو مشران غواړې چې د بهرنیو لوبغاړو سره کړې قراردادنو فسخ اعلان کړې.

د ګلوسټر شاېر مشر جوهان هولینډل ویلي (( مونږ ډېر خواشینې یو چې دا ځل زمونږ لیګ تر ډېره امکان نلرې چې ترسره به شي، مونږ د درې لوبغاړو سره قراردادونه فسخ کړل چې دا زمونږ لپاره بد خبر دی اما اوس لپاره مجبوره یو چې د بهرنیو لوبغاړو سره تړونونه لغوه کړو)) د انګلستان کورنی تجارتي لیګ ویټالیټي بلاسټ سیالۍ د کرونا ویروس له امله شاید ترسره نشي ځکه خو یې ډېری مشران د بهرنیو لوبغاړو سره قراردادونه فسخ کوي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې