نړیوال کریکټ

کومارسنګکارا : انګلستان سویلي افریقا یا استرالیا دې پاکستان ته د لوبو لپاره سفر وکړي

د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې نوموتي کيڼ لاسي پخواني توپ وهونکې کومارسنګکارا ویلي (( انګلستان، افریقا، او یا هم استرالیا هیواد دې د سیالیو کولو لپاره پاکستان ته سفر وکړي، که چیرته امنیت تایمن شي نو پکار ده چې دا درې لوبډلې پاکستان ته سفر وکړي ترڅو هلته بیا نړیوال کرکټ رواج شي او هره لوبډله په ازاد زړه د سیالیو لپاره ورشي))

پاکستان په ۲۰۰۹ م کال کې د سریلانکا لوبډلې پر بس یو تروریستي برید ترسره کړ چې ځنې لوبغاړو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړ. له ۲۰۰۹ م کال وروسته په پاکستان هیواد باندې د کرکټ نړیوالې شورا بندیز ولګوه چې هیڅ کومه لوبډله باید بیا پاکستان ته د سیالیو لپاره لاړه نشي.په دې وروستیو کلونو کې د نړۍ الیون لوبډله، بنګله دیش، سویلي افریقا، او ویسټ انډیز هغه لوبډلې وي چې د پیسو په بدل کې پاکستان هیواد ته د بیا ځل لپاره کرکټ ته راودانګل.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې