لیګونه

هغه لوبډلې چې په IPL کې یې ډیرې منډي جوړې کړې دي

دا چې نړۍ کې سپورټي لوبي په ټپه درول شوي دي، نو مونږ هم هڅه کړې ده چې ننۍ مقاله کې تاسې درنو لوستوونکو ته هغه لوبډلې در وپېژنو چې په هندوستان غوره لیګ او د نړۍ په مشهور لیګ (آی پي ایل) کې یې ډیرې منډې جوړې کړې دي چې تر دې دمه پورې د کومې لوبډلې له لوري نه دې جوړې شوې. او دا ریکارډ تر اوسه همداسې پاتي شوی دی خو په راتلونکې یې هم ماتول سخت بریښې.

کومو لوبډلو زیاتي منډي جوړې کړې دي؟

د پینا وارېز هندوستان یا اوسنۍ بنګلور چلېنجرز لوبډله هغه لوبډله ده چې په ۲۰۱۳ م کال کې یې د یوې لوبې پر مهال په ټاکلو شل اورنو کې ۲۶۳ منډي جوړې کړې چې په دې توګه یې د هندوستان په تجارتي لیګ کې د یوې لوبډلې له لوري د ډېرو منډو جوړولو په لیست کې لومړی مقام ترلاسه کړ. په دویم مقام کې ګجرات لاېنر لوبډله ده چې د ډېرو منډو په جوړولو کې یې دویم مقام خپل کړی دی ګجرات لاېنز د یوې لوبې په ترڅ کې ۲۴۸ منډي جوړې کړې چې تر اوسه پورې دا مقام ترې کومې بلې لوبډلې نه دی اخیستی.

دریم مقام کې بیا د راجستان رایلز لوبډله ده چې د لوبډلو له لوري د ډېرو منډو په جوړولو کې دریم مقام لري، دوی په ۲۰۱۰ م کال کې د پنځه لوبغاړو په زیان سره ۲۴۶ منډي وکړي چې تر اوسه کومې بلې لوبډلې نه دې جوړې کړې.

په څلورم او پنځم مقام کې بیا د کېنګز الیون پنجاب لوبډله ده چې څلورم مقام یې د ۲۴۵ منډو په جوړولو سره خپل کړی دی. او پنځم مقام یې بیا د ۲۴۰ منډو په جوړولو سره ترلاسه کړی، دوی په ټاکلو شل اورنو کې د پنځو لوبغاړو په زیان سره ۲۴۰ منډي جوړې کړې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې