دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

فاف ډوپلیسیس : زه باید په درې واړه فارمټونو کې ولوبیږم

د جنوبي افریقا کرکټ ملي لوبډلې نوموتي کرکټر فاف ډوپلیسیس ویلي د لوبډلمشر لپاره نور زړه نه ښه کوي خو د یو لوبغاړي په حیث غواړې په درې واړه فارمټونو کې د افریقا لپاره ولوبیږي، هغه وویل

(( زه لاهم کرکټ سره مينه لرم او غواړم د سویلي افریقا لپاره ولوبیږم، زه لاهم غښتلی یم، او د درې واړه فارمټونو لپاره لیواله یم،زه به خپل مهارتونه د یو پخواني لوبغاړي په توګه د نوې لوبغاړو سره شریکوم، اوس د افریقا لپاره د درېو برخو لپاره کيپتان ځوان کوینټن ډي کاک دی چې لاهم تجربو او مشورو ته اړتیا لري)) یاده دې وي چې فاف ډوپلیسیس څه موده وړاندې له درې واړه فارمټونو دلوبډلمشرۍ څخه تقاعد اعلان کړ.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې