دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

عثمان خواجه : حیران شوم کله چې ماسره کرکټ بورډ نوې قرارداد ونکړ

تیره ورځ استرالیا کرکټ بورډ د ۳۵ لوبغاړو سره نوې کنټرک وکړ چې عثمان خواجه پکې د پامه غورځیدلی و اوس په یوه تازه مرکه کې عثمان ویلي (( زه ډېر حیران شوم کله چې کرکټ بورډ د ۳۵ نارینه اوښځينه لوبغاړو سره قرارداد وکړ او زما نوم پکې نه و، ما همیشه د استرالیا کرکټ هیواد لپاره هڅه کړې زه نه پوهیږم چې ولي له ماسره کنټرک ونشو خو اوس شوې کار دی زمونږ بورډ لا له وړاندې د مالي زیان سره مخ دی، زه اوس ډېر نا اومیده شوې یم خو بیا هم دا زما لپاره یو ښه خبر نه و زه هميشه د استرالیا په لوبډله کې په شپږ ټاپ لوبغاړو کې راځم اما بیا هم استرالیا کرکټ بورډ له پامه وغورځولم))

د استرالیا کرکټ بورډ اجرایوي مشر کیوین رابرټس ویلي و چې دوی د کرونا ویروس له امله ۴۰ میلیونه ډالرو زیان سره مخ دي او له لوبغاړو به معاشونه هم کم کړي.یاد کرکټ بورډ زیاته کړې وه دهغو لوبغاړو سره یې قرارداد نوې کړ، چې تر نورو لوبغاړو په کرکټ کې ډېر ځلېدلي و.یاده دې وي چې عثمان خواجه په اصل کې پاکستانی دی او د استرالیا کرکټ په ملي لوبډله کې په ټیسټ او پنځوس اوریزه لوبه کې ډېر لیدل کیږي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې