دلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

شعیب اختر له کلکتې غوښتې چې د فاسټ بالینګ روزونکی یې کړي

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني چټک توپ اچونکې شعیب اختر ویلي چې غواړې له کلکتې لوبډلې سره روزنه ترسره کړې هغه هم د چټکې توپ اچونې په برخه کې شعیب زیاتوي ((ما د کلکتې له مشرانو څخه وغوښتل چې ايا تاسو ما د چټکې توپ اچونې لپاره د روزنکي په توګه منۍ؟)) اختر په ۲۰۱۱ م کال کې د نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړه شعیب د نړۍ په سطحه د لوړې کچې سرعت لرونکی توپ اچونکی و چې لا یې هم د ۱۶۱ اعشاریه ۳ ریکارډ په نړیوال سپيډ کې ثبت دی.شعیب په ۲۰۰۸ م کال کې د کلکتې لوبډلې سره ملګری شو او نوموړي د فصل په اوږدو کې بهترینه لوبه نندارې ته وړاندې کړه.له ۲۰۰۹ م کال وروسته د هندوستان کرکټ بورډ مشرانو پرېکړه وکړه چې پاکستاني لوبغاړي نور په کورني


ipl
لیګ کې ونه لوبیږي.دوی له سیاسي کړکیچ سره کرکټ هم ورګډ کړې او د لیګونو ترڅنګ دوه اړخيزه سیریزونه هم نه ترسره کوي.شعیب اختر څه کم ۱۲ کاله وروسته یو ځل بیا کلکتې لوبډلې ته وړاندیز وکړ ترڅو یې د ځان سره د فاسټ بالینګ په برخه کې روزونکی کړي.یاده دې وي چې لا تراوسه پورې دیارلسم پړاو آی پی ایل د کرونا ویروس له د نامعلومې نيټې پورې ځنډیلی دی.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې