دلوبغاړو په اړه

شاهد افریدي په بلوچستان کې غریبو وګړو سره مرسته وکړه

د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي او لوبډلمشر شاهد افریدي د بلوچستان خلکو سره د خوراکي او نورو توکو مرسته وکړه. هغه له دې وړاندې هم له بیوزلو وګړو سره مرسته کړې وه چې دا ځل یې د خوراکي توکو ویش لړۍ په بلوچستان کې پیل کړې ده.

د راپورنو له مخې، چې شاهد افریدي په بلوچستان کې له ۱۰۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته کړې ده، دا مرسته په بلوچستان کې له هغو کورنیو سره وشوه چې په پراخه کچه د کووېډ ـ ۱۹ ناروغۍ له امله اغېزمن شوې دي او په کورونو کې قرنطین دي.

افریدي په پای کې ژمنه وکړه، چې هغه به نوره مرسته هم د بلوچستان خلکو سره وکړي، او له بډایه خلکو یې وغوښتل چې په دې سخت وخت کې دې د بیوزلو وګړو لاسنیوی وکړي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې