افغانستان کریکټ

خوست کرکټ لوبغالې به راتلونکو دوه اونېو کې د اووه زره ننداره چیانو لپاره چمتو شي.

د خوست په کرکټ لوبغالي کې د زیاتو نندارچیانو د ځاې برابرولو چارې په چټکې سره روانې دي چې اوسمهال یې ۹۹ سلنه چارې بشپړ شوې دي.
افغان کرکټ بورډ دغه لوبغالې د پخوا په پرتله د څه باندې دوه چنده نندارچیانو لپاره برابروي چې په راتلونکو ۲ اونېو کې به یې رغنیزې چارې سل سلنه بشپړې شي.
یاد لوبغالي وړاندې یواځې د دری زره ننداره چیانو د ناستې ظرفیت درلود چې د نویو ځای ناستو جوړولو سره به د اوه زره کسانو د ناستی ظرفیت پیداکړی.
د یادونې وړ ده چې د زیاتو نندارچیانو د ځای ناستي جوړولو له پاره شرکت ته درې میاشت وخت ورکړل شوې وو خو د شرکت د مالي ستونزو له کبله دغه رغنیزې چارې د ډېرې مودې لپاره ځنډېدلې وې چې اوسمهال پرې يو ځل بيا په چټکۍ سره کار روان دی.
د افغانستان کرکټ بورډ اجرائیوي مشر ښاغلي لطف الله ستانکزي هم څه موده وړاندې خوست ولایت ته د رسمي سفر په ترڅ کې دیاد ولایت د کرکټ لوبغالي له رغنیزو چارو څخه دلیدنې په ترڅ کې د شرکت مسوولینو ته سپارښتنه کړې وه چې په لوبغالي کې د نندارچیانو د ځای ناستي د پراخېدو په موخه ټولې ور سپارل شوې چارو په لوړ کیفیت او ښه توګه ترسره کړي.

‎لیکنه: حکیم الله افتاب

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې