افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

اضغر افغان وپيژنئ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې کيپتان اضغر افغان په ۱۹۸۷ م کال د ډیسمبر په ۲۶ نېټه په کابل کې وزیږید، نوموړی د افغانستان لپاره په پیل کې د یولوبغاړي او د منځنۍ برخې د توپ وهونکې په شکل پیل وکړ،په لوبه کې په ښي لاس توپ وهنه کوي او ورسره په ښي لاس میډم فاسټ بالینګ هم وخت ناوخت ترسره کوي،تراوسه یې د افغانستان لپاره څلورټیسټ، ۱۱۱ پنځوس اوریزې، او ۶۹ یې بیا شل اوریزه لوبې ترسره کړې. په ټیسټ کې د افغانستان لپاره ۲۹۲ ټولې منډې کړې چې ترټولو ډېرې منډې یې په یوه لوبه کې ۹۲ دي،همداشان یې په پنځوس اوریزو لوبو کې ۲۳۵۶ منډې کړې چې یوه سلیزه او دولس نيمه سلیزې لري

او په شل اوریزه لوبه کې ۱۲۴۸ منډې کړې چې درې نېمه سلیزې یې هم ترلاسه کړې ترټولو ډېرې منډې په یوه لوبه کې ۶۲ دي.په ټيسټ کرکټ کې ویکټ نلري په پنځوس اوریزه کې درې ویکټې او په شل اوریزه لوبه کې یوه ویکټ ترلاسه کړې ده، خپله لومړی ټيسټ لوبه یې په ۲۰۱۸ م کال کې د هندوستان پر وړاندې وکړه، د پنځوس اوریزو لوبو پیل یې په ۲۰۰۹ م کال کې د سکاټلینډ خلاف وکړ،او د افغانستان لپاره یې د شل اوریزو لوبو پيل په ۲۰۱۰ م کال کې د ایرلینډ پر وړاندې وکړ.نوموړی اوس د ملي لوبډلې کيپتان او په ۲۰۱۹ م کال نړیوال جام کې له کيپتانۍ څخه لري کړی شو او پر ځای یې ګلبدین نایب لوبډلمشر شو.اضغر د افغانستان لپاره خوشبخته کيپتان دی خو دلوبې په جریان کې د خپلې توپ وهنې څخه ډېر څه نه لیدل کیږي.نوموړي ډېر وخت د افغانستان لپاره کيپتاني وکړه او د خپل وخت په کيپتانۍ کې ښه لاسته راوړنې هم لرودلې وي اوس نوموړي د درې واړو فارمټونو لپاره کيپتان ټاکل شوې.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې