دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

محمد شمي ویلي درې ځله یې د کرکټ په دونیا کې د ځان وژنې هڅه کړې

د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې نامتو مسلمان بالر محمد شمي ویلي د کورنیو ستونزو له کبله یې درې ځله د ځان وژنې هڅه کړې، محمد شمي ویلي (( زما کورنۍ ستونزې ډېرې وي زه د ژوند څخه ډېر نااومیده شوم غوښتل مې ځان وژنه وکړم اما صبر او حوصله مې وکړه دا حقیقت دی چې ژوند کې هر څه بدلون مومې ماته د کورنۍ غړو هر وخت ویل چې ژوند ختمول د ستونزو د ختمولو لار نده باید مبارزه وکړې

او د ژوند سره ځان ایار کړي کورنۍ به مې زما ترخوا ګرځیده ان که زه به په خپله خونه کې هم وم ترڅو به یې چې باور نه و ترلاسه کړی ترهغه به زما د خونې څخه نه وتل ))

محمد شمي د هندوستان په ملي لوبډله کې مسلمان چټک توپ اچونکی دی او د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره یې همیشه ښه توپ اچونه کړې.شمي اوس د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې د فاسټ بالرانو په لړ کې ترټولو بهترینه توپ اچونکی دی.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې