افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

راشد نبي او مجیب لاهم په نړیواله درجه بندۍ کې واکمني لري

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې درې لوبغاړي راشد خان ارمان، مجیب الرحمن، او محمد نبي عیسی خيل، هغه نومونه دې چې د کرکټ نړیوالې شورا سره په نوې درجه بندۍ کې پخواني مقامونه لري، راشد ارمان د آی سي سي سره په نړیواله درجه بندۍ کې په شل اوریزه لوبو کې لومړی مقام، همدا شان مجیب الرحمن، په دوهم مقام، او ترڅنګ یې محمد نبي عیسی خيل، د الراونډرانو په لړ کې لومړی مقام له ځانه سره لري. راشد ارمان ویلي

(( دا د ټول افغانستان لپاره ویاړ دی چې زه مجیب او نبي د آی سي سي سره ښه مقامونه لرو چې دا د ټول افغانستان لپاره د افتخار خبره ده))

Afghan cricketer Mohammad Nabi appeals for an unsuccessful leg before wicket (LBW) decision against Indian batsman Dinesh Karthik after they collided with each other during the one day international (ODI) Asia Cup cricket match between Afghanistan and India at the Dubai International Cricket Stadium in Dubai on September 25, 2018. (Photo by ISHARA S. KODIKARA / AFP) (Photo credit should read ISHARA S. KODIKARA/AFP/Getty Images)

راشد نبي او مجیب د افغانستان هغه درې ستورې دې چې په نړیواله کچه شهرت لرونکې لوبغاړي دي او د کرکټ په روان بهیر کې د آی سي سي سره په نړیواله درجه بندۍ کې په خپلو ارزښت لرونکو مقامونو واکمني کوي.یاده دې وي چې افغانستان په شل اوریزه لوبه کې له اووم مقام څخه لسم مقام ته او په ټيسټ کې له لسم مقام څخه نهم مقام ته رامخکې شو.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې