دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

جیسن رای : ممکن نړیوال شل اوریزه جام ترسره نشي

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې اوپنر توپ وهونکی جیسن رای په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي چې دا ځل د استرالیا په کوربتوب نړیوال شل اوریزه جام ډېره مشکله ده چې ترسره به شي، ځکه اوس مهال ټوله نړۍ کرونا نیولي ده او په استرالیا کې هوا نوره هم سړیږي، مونږ په خپل کرکټ بورډ باور لرو اوس مهال د لوبغاړو ژوند مهم دی دا به ډېره سخته وي چې یو ځل بیا خلک کرکټ ته راستنه شي، او ممکن استرالیا هیواد ته په کتو لیدل کیږي چې د ۲۰۲۰ م کال نړیوال شل اوریزه جام به هم ترسره نشي،تر اوسه ټولې سیالۍ لیګونه او نړیوالې لوبې کرونا ویروس په شا تمبولي دي.جیسن زیاته کړه

(( مونږ لوبغاړي یو او کرکټ مو کار دی هر کله چې کرکټ بورډ امر وکړ نو مونږ چمتو یو ان که د نړیوال شل اوریزه جام لپاره شپږ ورځي هم پاتې وي)) یاده دې وي چې کرونا ویروس په ټوله نړۍ کې د سپورټ هر ډلو لوبې بندې کړې.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې