نړیوال کریکټ

انګلیستان غواړي د پاکستان او وېسټ انډېز خلاف خالي لوبغالي کې سیالۍ ترسره کړي

د انګلیستان کریکټ بورډ د پاکستان او وېسټ انډېز پر وړاندې خالي لوبغالي کې د سیالیو ترسره کولو پلان پر لاره اچولی دی. دا مهال په ټوله نړۍ کې ورزشي لوبي په ټپه درول شوي دي او ډیری لیګونه هم لغوه شوي یا ځنډول شوي دي.

د راپورنو له مخې، چې د انګلیستان کریکټ بورډ دا مهال د تړلو دروازو ترشا د سیالیو ترسره کولو پلان پیل کړی دی. د برتانوې ورځپاڼي ډیلي میل پر وینا، انګلیستان کریکټ بورډ په یو خالي لوبغالي کې د وېسټ انډېز او پاکستان پر وړاندې د سیالیو کولو هوډ کړی دی.

د یادونې وړ ده چې انګلینډ ته د وېسټ انډېز سفر چې ټاکل شوې وه په جون میاشت کې د کرونا وبا ناروغۍ له امله وځنډول شو. د معلوماتو له مخې چې یادې لوب لړۍ به د جولا پر اتمه نیټه پیل شي چې دا سیالۍ به په خالي لوبغالي کې تنظیم شي.

د یادولو وړ ده چې د پاکستان او انګلینډ ترمنځ ټېسټ لوبو سیریز به هم په خالي لوبغالي کې ترسره شي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې