دلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

کرونا د انګلستان نوې دسلو توپونو ټورنمینټ د ۲۰۲۰ پرځای ۲۰۲۱ م کال ته وروسته کړ

ټاکل شوې وه چې د انګلستان کرکټ بورډ په کوربتوب د سلو بالونو هغه سیالۍ ترسره شي چې د یو شمیر بهرنیو لوبغاړو په شتون کې د انګلستان نارینه او ښځینه لوبغاړو پکې ګډون کاوه،په دغه ټورنمینټ کې یو افغان لوبغاړی راشد خان ارمان هم اخیستل شوې و، په ۲۰۱۹ م کال کې د انګلستان کرکټ بورډ پرېکړه وکړه چې د شل اوریزه لوبو څخه ۲۰ بالونه کم کړې اود سلو توپونو ټورنمینټ ترسره کړي،چې دقیقه نېټه یې د ۲۰۲۰ م کال د جولای میاشت وه،د دې ټورنمینټ اصول داسي جوړ شوې و چې هر یو بالرباید پنځه توپ ترسره کړې، او ټول۲۰ توپونه کولای شي دا که بالر په یوځل ترسره کوي او که وخت ناوخت یې د لوبې په جریان کې کوي، یعني د شل اوریزه لوبو سره یې فرق دا و چې هلته بالر څلور اورنه کول په هر اور کې یې شپږ باله ترسره کول او په مسلسل ډول یې خپل اورونه نشو بشپړ کولای،اما دلته یو توپ اچونکی کولای شي چې خپل ټول شل بالونه په یو وار ترسره کړې،د انګلستان کرکټ بورډ خبرداری ورکړې و چې دا لوبې به په راتلونکې کې د شل اوریزه لوبو ځای ډکوي، ځکه دوی دلیل دا راوستی و چې په نړۍ کې خلک ډېر مصروف دي او د لوبې د لیدلو لپاره ډېر وخت نه لري نو کرکټ چې څومره رالنډ شي هغومره به د مینوالو لپاره په زړه پورې شي.اوس تازه د انګلستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس ټام هریسن په خپله وروستۍ مرکه کې وویل

(( مونږ ذهنن ناروغ یو شاید په ۲۰۲۰ م کال کې زمونږ هيلې پوره نشي،اوس وضعیت بحراني دی او هر څوګ په خپل هیواد کې قرنطین دي، دا د ټولې نړۍ کرکټ ته یوه سخته ضربه ده خو تر دې دمه مونږ هیڅ هم نشوکولای مونږ مجبوره شو چې د سلو توپونو سیالۍ مو د ۲۰۲۰ م کال څخه ۲۰۲۱ م کال ته وروسته کړلي)) یاده دې وي چې په دغه ټورنمینټ کې ۸ لوبډلې ګډون والي وي چې د نارینه لوبغاړو ترڅنګ پکې ښځينه لوبغاړو ته هم چانس ورکول شوې و.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې