دلوبغاړو په اړه

هرشیل ګیبز خپل هغه بیټ نیلامۍ ته وړاندې کړ چې ۱۴ کاله مخکې یې پرې لوبې کړې وې

د سوېلي افریقا کریکټ ملي لوبډلې پخواني افسانوې توپ وهوونکي هرشیل ګیبز خپل هغه بیټ نیلامۍ ته وړاندې کړ، چې ۱۴ کاله دمخه یې د اسټرالیا خلاف توپ وهنه پرې ترسره کړې وه. هرشیل ګیبز په دې بیټ ۱۱۱ بالونو باندې ۱۷۵ چټکي منډي جوړې کړې وې. او د اسټرالیا له لوري چې ورته د ۴۳۵ منډو هدف ټاکل شوې وه د هر شیل ګیبز د چټکو منډو په جوړولو سره سوېلي افریقا لوبډلې یاد هدف بشپړ کړ.

ګیبز به د کرونا ناروغۍ سره د مبارزې لپاره دا بیټ نیلام کړې او مرسته به یې د کرونا ځپلو وګړو سره وشې، هرشیل ګیبز ویلي دي، چې دا بیټ به زه د کرونا ځپلو سره د مرستې لپاره لیلام کړم. دا هغه بیټ دی چې ۴۳۸ لوبې مې پرې کړې دي او دا بیټ په ټولو کلونو کې وساتئ.

ډېرو مینه والو د هرشیل ګیبز د دې کار هرکلی کړی دی او د ګیبز د دې کار ستاینه یې کړې ده. د یادونې وړ ده چې د سوېلي افریقا کریکټ ملي لوبډلې مشر کوچ مکي ارتر هم د هرشیل د دې کار ملاتړ کړی دی.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې