نړیوال کریکټ

لانجر: اسټرالیا لوبډلې لوی ارمان په هندوستان کې هندۍ لوبډلې ته ماته ورکول دي

وړمه ورځ د کریکټ نړیوالې شورا یا اي سي سي تازه نوي درجه بندۍ اعلان کړي. چې په ټېسټ درجه بندۍ کې اسټرالیایي لوبډلې لومړی مقام ترلاسه کړی دی او هندۍ لوبډلې له لومړي مقام څخه دریم مقام ته شاتګ کړی دی. چې اوس د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډله هیله لري چې هندۍ لوبډلې ته په هندوستان کې ماته ورکړي.

لانجر ویلي دي، چې البته زمونږ هدف د نړیوال ټېسټ لوبې اتلولۍ ګټل وه خو اوس زمونږ ارمان دا دی چې هندۍ لوبډله په خپل کور کې ماته کړو. مونږ په نوي درجه بندۍ کې مخکې تګ کړی دی چې دا زمونږ لپاره د ویاړ ځای دی. د نوموړي پر وینا، مونږ له تیرو څو کلونو راهیسې نه یوازې په کور بلکې له کوره بهر هم ښه فعالیت کړی دی.

هند له ۲۰۱۶ م کال راهیسې لومړی مقام په ټېسټ فارمیټ کې له ځانه سره ساتلی وه، چې وړمه ورځ یې یاد مقام له لاسه ورکړ.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې