دلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

سروري کرکټ کلب د شاداب خان او ډي ارسي شارټ سره تړونونه لغوه اعلان کړل

دا چې نړیوال کرکټ او ترڅنګ یې داخلې لوبې د کرونا ویروس له امله ځنډیدلي نو د انګلستان هیواد اکثریت کرکټ کلبونه او لوبډلې د لوبغاړو سره رسمي قرادادونه لغوه کوي، د دې له ډلې سروري کرکټ کلب د پاکستاني سوکه توپ اچونکې شاداب خان، او ترڅنګ يې د استراليايي اوپنر ډي ارسي شارټ سره خپل تړونونه لغوه اعلان کړل.د دې کلب رییس الک سټوراټ، ویلي

(( زه د شاداب خان او ډي ارسي، څخه مننه کوم چې زمونږ لوبډلې سره یې تل زخمتونه ویستلي دا چې نړیوال کرکټ بند دی او هیڅ کومې رسمي سیالۍ په کوردننه او بهر نه ترسره کيږي نو مونږ مجبوره شو چې د ځنې لوبغاړو سره خپل رسمي قراردادونه فسخ کړو))

په تیر کې یارکشاېر لوبډلې د درې بهرني لوبغاړو اشوین، مهراج،او نیکو لاس پوران سره خپل قرارداد لغوه کړې و.د دې ترڅنګ نیتن لاین، بي جي والټینګ، ګیلن مکسویل،جمیز فولکنر، او میټ هینرې سره هم قرادادونه لغوه شوې و، یاده دې وي چې په ټول انګلستان کې د جولای تر لومړی نېټې پورې هیڅ کوم ډول رسمي سیالۍ نشي ترسره کیدلی.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې